د نایجریا د اسلامي غورځنګ یو لوړپوړی غړی:
ایکنا- د نایجریا د اسلامي غورځنګ یوه لوړپوړي غړي وویل، د حسینی اربعین زیارت د همغږۍ او عامه ډیپلوماسۍ یو څرګند سمبول دی، چې له فرقهپالنې، نژادپالنې او نورو ننګونو څخه په ډکې نړۍ کې د سولې د فرهنګ د پراختیا لپاره مهم رول لري. د هغه په وینا، دا معنوي مراسم د بشریت ترمینځ همغږي، متقابل تفاهم او یووالی پیاوړی کوي.
د خبر لمبر: 3493141 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د حسینی اربعین په رارسیدو سره همههاله، د ایران عراق په پولې کې په شلمچې سرحدې کې د مستضفینو د بنیاد موکب شپه او ورځ د حسینی اربعین د زیارتوالو د خوراک څښاک، درملنې او بانکي آسانتیاؤ په وړاندې کولو سره د نورو خادمانو ترڅنګ د اباعبدالله الحسین علیه السلام د مینه والو زیارتوالو خدمت ته ټینګ ولاړ دي او په ورین تندي ئې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3493135 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
د خبر لمبر: 3493122 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د حسیني اربعین د میراث دریمه نړیواله غمیزه د علم او فرهنګ پوهنتون له لورې ترسره شوه؛ هغه سوګواره چې د اربعین د پوهې، هنر او تمدني میراث انځور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3493111 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- د ایران، سعودي عربستان او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د ثبات لپاره د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493096 خپرونې تاریخ : 2026/07/29
یو مسیحي چارواکی:
ایکنا- د فرانسې د کاتولیک کلیسا یوه چارواکي ټینګار کړی چې د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ د دینونو ترمنځ خبرې اترې د دغه هېواد د ټولنې لپاره نهجلاکېدونکې اړتیا ده، ځکه د دواړو ترمنځ بېباوري لا هم د سیاسي او آئیډیالوژیکو ناوړه ګټو لپاره کارېدلی شي.
د خبر لمبر: 3493089 خپرونې تاریخ : 2026/07/28
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
د خبر لمبر: 3493087 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
کینیايي سیاسي فعال:
ایکنا- یو کینیائي سیاسي فعال، د فلسطین د آرمان په ملاتړ کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د دریځونو په ستایلو سره وویل: شهید آیتالله العظمی امام خامنهای یوازې د ایران یا د اسلامي نړۍ رهبر نه و، بلکې د ټولو مستضعفو خلکو، په ځانګړي ډول د نړۍ د جنوب د ملتونو اتل و. هغه د فلسطین د مسئلې په دفاع کې له تر ټولو ثابتقدمو شخصیتونو څخه و.
د خبر لمبر: 3493083 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند:
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې ئې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره مرستې وکړې.
د خبر لمبر: 3493081 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام د دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.
د خبر لمبر: 3493069 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
په انګلستان کې د پوهنتون استاد:
ایکنا- په انګلستان کې یوه پوهنتوني استاد ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه یوه سیاسي او توکمپاله پروژه ده چې حقوق ګواښي او د نسلوژنې لامل کېدای شي.
د خبر لمبر: 3493026 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا - د محمد (ص) نوم د دریم پرلهپسې کال لپاره د انګلستان او وېلز د هلکانو تر ټولو مشهوره نامه ګرځېدلې ده.
د خبر لمبر: 3493023 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بېسارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا – د ایران د کرمانشاه ولایت د پاوه ولسوالۍ د اهل سنتو د جمعې امام وویل چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر د اسلامي نړۍ له اغېزشیندونکو شخصیتونو، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او د هغه قرآني او یووالي رامنځته کوونکو افکارو د مقاومت، د اسلامي امت د یووالي او د اسلامي ایران د عزت په پیاوړتیا کې تلپاتې رول درلود.
د خبر لمبر: 3492996 خپرونې تاریخ : 2026/07/06
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د ایټالیا د بېلابېلو دینونو استازو د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لومړنی ملي منشور برابر او تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3492968 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان له لوري په کربلا کې د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- په دوو افریقائي هیوادونو نیجر او نیجریه کې د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسم په ۴۰۰ ښارونو او سیمو کې ترسره شول او داسې پراخ سیمهییز رنګ ئې خپل کړی چې له ښارونو او ایالتونو له پولو هم واوښت.
د خبر لمبر: 3492944 خپرونې تاریخ : 2026/06/22